د کابل د علماوو شورا غړو د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۴:۱
د کابل د علماوو شورا غړو د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات سره وکتل

پرون جمعه (۹ /۹ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د کابل د علماوو شورا غړو د شیخ عبدالحمید (حماسي) په مشرۍ د زندانیانو د ستونزو د حل او د محاکمو د چارو د لا بهبود په موخه د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب سره د سترې محکمې په ریاست دفتر کې لیدنه وکړه.

د کابل د علماوو شوار غړو په یاده لیدنه کې د سترې محکمې له رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب څخه وغوښتل چې د محاکمو د مراجعینو په ځانګړې توګه زندانیانو دوسیو ته دې پر وخت د رسېدنه وکړي او د بې برخلیکه بندیانو برخلیک دې معلوم شي.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کابل د علماوو شورا له غړو مننه وکړه چې د محاکمو د مراجعینو او بندیانو د ستونزو د حل او د هغوی دوسیو ته پر وخت د رسېدنې په موخه یې معلومات او خپل نظر شریک کړ وویل، ستاسې له هیئتۍ څخه مخکې د سترې محکمې بېلا بېلو ګومارل شوو پلاوو د ټول هیواد په کچه د زندانونو او محاکمو هیئتي وکړه.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب ډاډ ورکړ چې د محاکمو مسؤولین به د مراجعینو په ځانګړې توګه زندانیانو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه کوي او د بې برخلیکه زندانیانو د برخلیک معلومولو لپاره به نهايي هڅه وکړي.

محترم قاضي القضات صاحب زیاته کړه، بندي که ظالم وي او که مظلوم وي موږ به یې په وخت دوسیو ته رسېدنه کوو،  محاکمو تر خپل توانه کوښښ کړی چې د هر هیوادوال ستونزه د شرعي احکامو مطابق په ټاکلي وخت حل کړي.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د کابل د علماوو شورا د غړو دې غوښتنې ته چې بندیانو ته دې د روژې مبارکې میاشتې او اختر په مناسب د بند په موده کې تخفیف ورکړل شي وویل، موږ اکثره بندیانو ته تخفیف کړی، یا مو ورته عفوه کړې ده، د بندیانو د ازادېدو لپاره مو هیئت جوړ کړی، دوی به د بندیانو لېست د مکمل شهرت سره را استوي دلته مو ورته څلور پلاوي جوړ کړي دي، د هر زون په سطحه د راتګ سره سم مو دلته دوې کميټې جوړي کړې دي هغه به دغه لېستونه ګوري مستحق کسان به د روژې په برکت خوشي شي.

د یادونې وړ ده چې د کابل د علماوو شورا له  غړو سره د لیدنې پر مهال د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)، د سترې محکمې نظامي معاون محترم شیخ خیرجان خیرخواه، د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس محترم شیخ جلال الدین(حقاني)، د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) او د سترې محکمې د مقام دفتر رئیس محترم مولوي عبدالوکیل (حقاني) هم حضور درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی