د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۰۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۲) وثیقې هم اجراء کړې دي
په دغه راپور کې له (۱۵ /۸ /۱۴۴۴ څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیازون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۴۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، (۴۶) دوسیې د قضائي قرار په صادرولو سره (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائی برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې (۵۳) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم (۳۳۰) دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶) دوسیې په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۸۲) بېلا بېلې وثیقې هم اجراء شوې دي.