د ننګرهار د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو د رئیسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۲:۰
د ننګرهار د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو د رئیسانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۴کال د شعبان په ۲۹مه نېټه د ننګرهار ولایت په مرافعه محکمه کې د مرافعه محکمې د رئيس محترم شیخ محمدګلاب (فاروقي) ترمشرۍ لاندې د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د دغه ولایت د زندانونو چارو د رئیس ترمنځ غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې پر اهمیت خبرې وکړې او دېوانونو رئیسان یې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل.

د مرافعه محکمې رئیس د ځینو ضروري هدایاتو ترڅنګ لارښوونه وکړه چې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د بندیانو دوسیې عاجلې اجرأ او وڅېړل شي، د کومو بندیانو جرمونه چې خفیف وي دوسیې یې دې عاجلې وڅېړل شي او د رمضان د مبارکې میاشتې په احترام دې د هغوی د خوشي کېدو اقدام وکړي.

دغه راز یې د تحریراتو رئیس ته لارښوونه وکړه چې کومو دېوانونو کې کاري حجم زیات وي دولسوالیو څخه دې ورته مفتي صاحبان او محررین د خدمتي په توګه ورکړي ترڅو یې کارونه چټک او زموږ  دګرانو  هېواد والو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وشي.

غونډه د مرافعه محکمې د رئیس  به دعاسره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی