سرپل ولایت کې د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته بښنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۶
سرپل ولایت کې د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته بښنه وکړه

نن جمعه (۲۴ /۸ /۱۴۴۴ هـ ق نېټه) د سرپل ولایت په مرکزي ستډیوم کې د سترې محکمې د یوه لوړ رتبه پلاوي په ترغیب د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته چې درې ګونو محاکمو پرې د قصاص حکم صادر کړی و بښنه وکړه.

د جنت ګل په نوم دغه قاتل د ارسلان زوی د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ فعلي اوسېدونکی و.

نوموړي د شرف الدین په نوم یو کس چې د خان آغا زوی او د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی و، عمداً په قتل رسولی و.

دغه موضوع د اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیه، استیناف او تمیز) لخوا په ډېر دقیق ډول وڅېړل شوه چې د هرې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر شو.

وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه او له علماء کرامو سره په یوه ستره مجموعه کې پرې بحث وشو چې په پای کې یې پر قاتل د قصاص شرعي حکم تائید او د هغه د تطبیق امر یې ورکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)، 
د سترې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان رئیس محترم شیخ خیرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د سترې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان مفتي محترم شیخ حیات الله (ثابت)، د سرپل د استیناف محکمې محترم رئیس، د سرپل محترم مرستیال والي او د اسلامي امارت ګڼ شمېر نورو مسؤولینو هم برخه اخیستې وه.
د سترې محکمې څخه راغلي یاد پلاوي د قصاص الهي حکم له تطبیق څخه مخکې د مقتول کورنۍ ته ترغیب ورکړ او له هغوی یې قاتل ته د بښنې هیله وکړه

د مقتول کورنۍ او وارثینو د سترې محکمې د پلاوي او قاتل د کورنۍ د غړو یاده هیله ومنله او قاتل ته یې په خپله خوښه او رضا بښنه وکړه.
غونډه په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لاټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبیق لپاره په دعاء او د مقتول د وارثینو لخوا د قاتل په بښنه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی