پکتیا ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۱:۴
پکتیا ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن چهار شنبې (۲۲ /۸/ ۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي ریاست لخوا د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې عالي مقام له هدایت سره سم پنځو متهمینو ته د غلا، له کوره د تېښتې، اخلاقي فساد او په ټولنیزو رسنیو کې د فاحشو عکسونو خپرولو د جرمونو پر وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو پنځو متهمینو چې په جلا ، جلا پېښو کې د غلا ، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو نیول شوي وو او له زور او جبر پرته یې په خپلو جرمونو اعتراف او اقرار درلود، دوسیې د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې ریاست د جزاء او عامه امنیت دېوانونو لخوا څیړل شوې دي.

متهمینو ته د تعزیري سزاء د تطبیق په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د محاکمو او نورو امارتي ادارو پر مسؤولینو سر بېره عامو خلکو هم ګډون درلود.

په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا ولایت مقام استازي او د نورو ادارو مشرانو اصلاحي ویناوې وکړې، وروسته د متهمینو شهرت، وصف جرمي او د هغوی د تعزیر اندازه بیان او پر یادو کسانو باندې تعزیري سزاء تطبیق شوه.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د کندوز زون نظامي محکمې رئیس او د دغه ولايت د امنیه قوماندان په مشرۍ غونډه وشوه

د کندوز زون نظامي محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالهادي (همت)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله (سیف الله) په مشرۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د (۱۷) مې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

بیا په خبرونو کی