ننګرهار ولایت کې د محاکمو قضاتو، مفتیانو او محررینو ته ۱۰ ورځنی قضائي سیمینار جوړ شو
د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو ریاست له لوري د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د محاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررینو لپاره لس ورځنی قضائي سیمینار پیل شو.
یاد سیمینار د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي سید محمود لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو.
ورپسې د قضائي تعلیماتو عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (غزنوي) د پیل وینا وکړه.
د شیخ عبدالرحمن (غزنوي) صاحب تر وینا وروسته د سیمینار ګډونوالو ته لمړنۍ امتحاني پارچې چې ۱۶ پوښتنې په کې شاملې وې، ورکړل شوې او د هغه له حل وروسته ورباندې کتابونه (اداري اوحقوقي اصولنامې، معین القضاة والمفتیین او رهنمای وثائق) وویشل شول.
د یاد قضائي سیمینار ګډونوالو ته چې لس ورځې به دوام ولري، به د قضائي تعلیماتو د عمومي رئیس شیخ عبدالرحمن (غزنوي) صاحب، د یاد ریاست د مسلکي استادانو محترم شیخ صاحب جان، مفتي نصیب الله طیب صاحب، مفتي محمد صاحب او مفتي رازمحمد سباوون صاحب لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شي.