د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات کندهار ولایت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۹
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات کندهار ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) نن شنبه (۲۷ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه.

محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د د غه سفر پر مهال لومړی د کندهار ولایت د مرافعه محکمې له رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) او نورو مسؤولینو سره وکتل. 

شیخ صاحب د دې لیدنې پر مهال د مرافعه محکمې د رئیس او نورو مسؤولینو سره د محاکمو په چارو کې د لا شفافیت رامنځته کولو او په اصولي توګه د هیوادوالو دوسیو ته د رسېدنې په تړاو تفصیلي خبرې وکړې، د دوی نظرونه او مشکلات یې واورېدل.

دغه راز محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د مرافعه محکمې مسؤولینو ته هدایت وکړ چې ټولو هغو دوسیو ته چې محکمې ته راجع کېږي پر ټاکلي وخت شفافه، اصولي او شرعي توګه رسېدنه وکړئ.

دغه راز شیخ صاحب له ظالم څخه مظلوم ته د حق په سپارلو د ټینګار ترڅنګ وویل، د هېچا مرتبې او مقام ته مه ګورئ، له ټولو مجرمانو سره (که لوړپوري چارواکي او که عادي کسان وي) د شریعت او قانون مطابق چلند وکړئ.

پر دې سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات د محاکمو د چارو د لا بهبود په خاطر د یادې محکمې مسؤولینو ته ځینې لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۰/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه ۲۲ /۲ / ۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې (۷۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱۶
Background image

محاکم ولايت تخار طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۴۶۴) دوسیه، به تعداد (۲۶۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت تخار طی دو هفته (از ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۴۶۴) دوسیه، به تعداد (۲۶۴) قطعه وثایق را نیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۲ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده. . .

بیا په خبرونو کی