د لوګر ولایت د استیناف محکمې په انګړ کې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱۷
د لوګر ولایت د استیناف محکمې په انګړ کې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه

د پنجشنبې په ورځ (۱۷ /۷ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د لوګر ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي روح الله (عبدالسلام) په خپل ریاست کې د استیناف، ښاري او ولسوالیو محاکمو له رئیسانو سره میاشتنۍ ناسته ترسره کړه.

یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د لوګر د استیناف محکمې رئیس د غونډې حاضرینو ته د قضائي او اداري چارو په اړه لازمې هر اړخيزې لارښوونې وکړې.

نوموړي وویل، له مراجعینو سره نېک او مناسب چلند زموږ ټولو مسؤولیت او مکلفیت دی، هر هیوادوال چې محکمې ته مراجعه کوي هغه حقونه یې باید محفوظ وي چې اسلامي شریعت او قانون ورکړي دي او هیڅ یو یې باید له خپلو حقونو بې برخې نشي.

د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي روح‌الله (عبدالسلام) له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې د قضاء د حیثیت او خپل درانه مسؤولیت دې پوره اهتمام وکړي، خپلو دندو ته دې پابند اوسي، او د قضایاوو د ژر او غوره حل لپاره دې له خپل ټول توان او قوت څخه استفاده وکړي.

د مجلس په پای کې د لوګر د محاکمو رئیسانو خپلې ستونزې او غوښتنې د استیناف محکمې له رئیس سره شریکې کړې، د نوموړي له لوري دوی ته ژمنه ورکړل شوه چې د دوی ټولو ستونزو او غوښتنو ته به د امکان تر حده رسېدنه کوي او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره به ټول لازم امکانات ورته برابروي.

یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی