کندهار ولایت کې ۹ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۹:۴۰
کندهار ولایت کې ۹ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د سه شنبې په ورځ (24 /6 /1444هـ ق) نېټه په کندهار ولایت کې د استیناف محکمې د جزاء دېوان لخوا په احمد شاهي لوبغالي کې 9 مجرمینو ته د لواطت او غلا د جرم په وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمینو ته د تعزیري سزا د ورکولو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د استیناف محکمې رئیس مولوي محب الله، د استیناف محکمې د جزاء دېوان رئیس مفتي فضل الله (عاصم)، د استیناف او ښاري محاکمو د دېوانونو قضاتو، د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله (مبارک)، د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیم الله (محمود)، د امر بالمعروف مسؤولینو او عامو خلکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د کندهار ولایت د استیناف محکمې د جزاء دېوان رئیس، د کندهار مرستیال والي، امنیه قوماندان او د امربالمعروف مسؤول یو په بل پسې د جلسې ګډونوالو ته خپلې ارزښتناکې ویناوې واورولې.

یاده غونډه مجرمینو ته د تعزیري سزا تر تطبیق وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس دایکندي ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس محترم الحاج مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د یوه پلاوي په مشرۍ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۲۸مه نېټه د حقوقو عمومي ریاست اړوند ادارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۲۸
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۰۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره (۱۳۱) وثیقې اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، اختصاصي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۰۲) دوسيو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد متهمين پر يو ـ یو. . .

بیا په خبرونو کی