د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع چې د دوو کورنيو ترمنځ د شخصي ستونزې له امله رامنځته شوې وه او يو کس په کې په قتل رسېدلی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې مسئولینو، د یادې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندانۍ مرستیال، د استخباراتو مسئول او قومي مشرانو په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.