د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ابتدائیه شرعي محکمې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا تطبیق کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۳:۳۸
د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ابتدائیه شرعي محکمې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا تطبیق کړه

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ابتدائیه شرعي محکمې په حکم  په ۱۴۴۴/۵/۱۰ هـ ق نېټه د یوې مېرمنې په ګډون درېیو مجرمینو ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا (په درو وهل) تطبیق شوه.

د یادو مجرمینو دوسیې د ننګرهار ولایت د ابتدائیه شرعي محکمې لخوا څېړل شوې وې او مجرمینو د محکمې په حکم قناعت درلود.

مجرمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د محکمې پر مسؤولینو سربېره د ګوشتې ولسوال، امنیه قوماندان، د امنیت مدیر، د امربالمعروف او نهی عن المنکر امر او محتسبينو، علماء کرامو،  او عامو وګړو ګډون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی