له ۱۴۴۴/۴/۱۲ څخه تر۱۴۴۴/۴/۲۵ نېټې د تقنیني سندونو او د محاکمو د فیصلو په برخه کې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست د اجراآتو لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۱۱
له ۱۴۴۴/۴/۱۲  څخه تر۱۴۴۴/۴/۲۵ نېټې د تقنیني سندونو او د محاکمو د فیصلو په برخه کې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست د اجراآتو لنډ راپور
  1. د سترې محکمې د دېوانونو او مرکزي ریاستونو لپاره طرزالعملونه او مقررې ترتیب شوې دي چې عبارت دي له (د جزا دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره،  د مدني دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د عامه امنیت د داخلي او خارجي جرمونو دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، تجارتي دېوان د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د قضائیه قوې د منسوبینو د پېژندنې طرزالعمل، د مقام د تحریراتو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د ملکي کارکوونکو د اجراآتو او ارزیابۍ طرزالعمل، د کارکوونکو  د ارتباط عمومي مدیریت طرزالعمل د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د دارالافتاء ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د قضائي تعلیماتو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره،  د محررینو د ستاژ زده کړو مقرره، د مرکزي عالي تمیز ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره، د قضائیه ځواک اداري معاونیت مقرره، د قضائي پلټنې ریاست کړنلاره، د پالیسۍ او پلان ریاست کړنلاره، د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د اجراآتو او فعالیتونو طرزالعمل، د دارالانشاء عمومي ریاست د اجراآتو او فعالیتونو مقرره او د سترې محکمې د ریاست دفتر د اجراآتو او فعالیتونو مقرره).
  2.  د 20 ډوله وثایقو ابتدائي مسوده ترتیب شوې ده چې عبارت دي له (وثیقه وکالت  خط بالاقرار، وثیقه وکالت بالشهود، وثیقه طلاق نامه، وثیقه ضمانت خط، وثیقه ضمانت خط قرارداد، وثیقه حجت قرض حسنه، وثیقه حجت دین، وثیقه  تملیک خط، وثیقه اصلاح خط، وثیقه اجاره خط، وثیقه ابراء خط، وثیقه حصر وراثت، وثیقه نفقه خط، وثیقه وصیت خط، وثیقه وصایت خط، وثیقه ایصاء خط، وثیقه تقسیم خط، قباله شرعی، نکاح خط او وثیقه اقرارخط.)
  3. د نظامي محاکمو لپاره طرزالعمل ترتیب او د تصویب په موخه د سترې محکمې عالي شورا ته استول شوی دی.
  4. د مرافعه، شهري ابتدائیه او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو لپاره طرزالعمل ترتیب او د تصویب په موخه د سترې محکمې عالي شورا ته استول شوی دی.
  5. د 50 شرعي مختلفو فیصلو کتاب چې ابتدائي مسوده یې ترتیب شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مرستیال په مشرۍ د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال ابوالاعجاز مفتي محمد مبین (الطاف)؛ د کابل ولایت د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو له آمرینو سره، په ۱۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وکړه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۹۷) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۹۷) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۷۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۱۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۹۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۶۱۹). . .

بیا په خبرونو کی