د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۱۷
د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴ هـ ش کال د ربیع الثاني میاشتې په لمړۍ نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس شیخ نقیب الله اخندزاده او ورسره مل پلاوي د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان محرر مولوي عبدالنافع فیضان او د یاد ریاست د تحریراتو آمر حکمت الله (عاصم) ملتیا کوله، د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه .

په دې لیدنه کې د میزانې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې قضائي او اداري چارې له نږدې وکتل شوې، د یادې لیدنې په نتیجه کې د نوموړې ابتدائیه محکمې کارکوونکو څخه مننه وشوه چې اداري او قضائي چارې یې ښې روانې دي.

د یادې محکمې مسؤولینو ته په ټاکلي وخت قضیو ته په رسېدنې او نه ځنډ باندې ټینګار وشوترڅو د طرفینو د شکایاتو، لګښتونو او ستړیاوو مخنیوی وشي.

په عموم کې د فیصلو د نواقصو د مخنیوي لپاره ورته داسې هدایت وشو چې کله موضوع پای ته ورسېده نو باید مفتي مسوده ترتیب کړي او دوهم ځل یې قاضي صاحب دقیق تر نظر وباسي او په درېیم قدم کې به محرر صاحب فیصله ولیکي.

پر دې سربېره محترم شیخ نقیب الله اخندزاده د صادره او وارده چارو د لابهبود په موخه هم د یادې محکمې مسؤولینو ته ځينې سپارښتنې وکړې.

د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې محترم رئیس د میزانې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې کارکوونکو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو کارونه پر وخت ورخلاصوئ، په دې سره به له یوې خوا د مراجعینو د شکایاتو مخه نیول شوې وي او له بلې خوا به الله (جل جلاله) او اسلامي امارت ته مسؤول نه یاست .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی