د سترې محکمې اداري معاون د یوناما د حاکمیت قانون د څانګې له رئیس سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
د سترې محکمې اداري معاون د یوناما د حاکمیت قانون د څانګې له رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه الله د یوناما د حاکمیت قانون د څانګی له رئیس دوکتور سامویل اوپوکو، د یوناما د قضائي چارو له مشاورینو (نظراحمدشاه او بلال مومند) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې چې د سترې محکمې د اداري معاون سربېره په کې د سترې محکمې د درالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعید)، د سترې محکمې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي کریم الله (زاهد) او د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) هم ګډون درلود د دواړو لوریو تر منځ په حقوقي موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې.

د سترې محکمې اداري معاون په دې لیدنه کې واضح کړه، دا چې په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې زموږ هیوادوال له ډېرو ستونزو سره مخ وه، نو زموږ هڅه داده چې په بشپړ شفاف او عادلانه ډول خلکو ته عدلي او قضائي خدمات وړاندې کړو.

محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه الله وویل، د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې محاکم فعال دي، د اسلامي شریعت او حفني فقهې په رڼا کې فیصلې کوي.

د یوناما د حاکمیت قانون د څانګې رئیس دکتور سامویل اوپوکو په دې لیدنه کې د سترې محکمې اداري معاون ته د یوناما د فعالیت او تګلارې په اړه معلومات ورکړل وویل، ملګري ملتونه د شریعت خلاف نه دي، یوناما د خپلې تګلارې د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي او د خلکو مشکلات ګوري.

دوکتور سامویل وویل، موږ غواړو ځینو ولایتونو کې په وړیا ډول خلکو ته د مدافع وکیلانو برخه کې همکاري وکړو او دوی ته د وړیا دفاع وکیلانو خدمات وړاندې کړو.

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) په دې اړه وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت په اساس موږ له هر هغه چا سره بشپړه همکاري کوو چې ولسي خلکو ته عامه خدمات وړاندې کوي، د مدافع وکیلانو اړوند طرزالعمل نهايي او د مشرتابه عالي مقام ته د تائیدۍ لپاره وړاندې شویِ؛ په دې اساس د یاد طرزالعمل تر تائیدۍ مخکې په دې برخه کې فعالیت نشي کېدای.

د سترې محکمې اداري معاون پر ځینو نورو مواردو له خبرو وروسته وویل، موږ د اسلامي امارت د مقرراتو او اصولو مطابق هر ډول همکارۍ ته تیار یو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی