د لغمان ولایت استیناف محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۲:۱۸
د لغمان ولایت استیناف محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول میاشت کې د لغمان ولایت د استناف محکمې په انګړ کې د استناف محکمې د رئیس محترم مفتي عبدالله(فرقاني) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لغمان ولایت د ښاري محکمې رئیس، د دغه ولایت د مرافعه، ښاري محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو قضاتو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د استیناف محکمې رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله(فرقاني) وویل، د دې غونډې له جوړولو څخه مو هدف دادی چې د هغو مشکلاتو لپاره حللارې پیدا کړو چې زمونږ محاکم ورسره مخامخ کیږي.

ورپسې د غونډې په اجنډاء کې د شاملو لاندې موضوعاتو په اړه بحث وشو:

  1. دا چې محکمه باید انساني کرامت او حرمت ته په درناوی سره د مجرمینو حکایتونه او ویډیوګانې په عام مجلس کې نشر او خپرې نه کړي.
  2. ټول محاکم باید د خپلو اجراآتو راپورونه په خپل وخت له ځنډ پرته استناف محکمې ته راولیږي.
  3. دا چې هر رئیس د خپلو ماتحتو کارکوونکی مشر وي لومړی باید ځان او ورپسې د خپلو مربوطه کارکوونکو د اصلاح په برخه کې خپل مسؤولیت درک او ترسره کړي.
  4. د محاکمو منسوبین باید له مراجعینو سره اسلامي او غوره چلند وکړي؛ ترڅو په راتلونکي کې د الله(جل جلاله) او د ملت له مسؤولیت څخه مسؤن وي.
  5. هره دوسیه باید په خپل مسیر باندی وروستۍ مرجع ته ولېږل شي (خپلې مربوطه مرجع ته واستول شي.)
  6.  د غونډې په وروستۍ برخه کې د نکاح خطونو د وېش په اړه د ناستې د ګډونوالو نظر واخیستل شو او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی