د بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۸
د بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان (قاري محمدالدین شهاب) په ۴/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې قوماندانۍ مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د بلخ زون د نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالوارث او يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت  مدرس مولوي عبدالله جان عابد وینا وکړه وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی، چې وخت ناوخت ترسره کېږي، موږ باید منصب او څوکۍ موخه ونه ګرځوو؛ بلکې د اسلامي نظام خدمت کول مو خپلو لومړنیو اهدافو څخه وي.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان له ټولو مسؤولینو او منسوبینو وغوښتل چې له نوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي. 
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۴:۴۳
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د بغلان ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۲۹ مه نېټه بغلان ولایت ته د سفر پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د مرافعه محکمې د رئيس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست کلي کې د قتل موضوع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۴:۵۱
Background image

غزني ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس دوو کسانو ته په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د بد اخلاقۍ په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې. . .

بیا په خبرونو کی