د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۱۶) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له امریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۵/۳/۱۴۰۴هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۷۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته ۵/۳/۱۴۰۴هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۲۸/۲/۱۴۰۴ هـ ش نیټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.
