د ميدان وردګ، خوست، بلخ او جوزجان ولايتونو د مرافعه محاکمو د رئيسانو په مشرۍ د بنديانو د هیئتۍ طرزالعمل د ترتیب په موخه ځانګړې کمېټې جوړې شوې

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۲۶
د ميدان وردګ، خوست، بلخ او جوزجان ولايتونو د مرافعه محاکمو د رئيسانو په مشرۍ د بنديانو د هیئتۍ طرزالعمل د ترتیب په موخه ځانګړې کمېټې جوړې شوې

د میدان وردګ، خوست، بلخ او جوزجان ولايتونو د مرافعه محاکمو د عمومي رئیسانو په مشرۍ د کوچني اختر په مناسبت د عاليقدر امیرالمؤمنين (حفظه الله) د عفوې د فرمان په اساس د بندیانو د هیئتۍ د طرزالعمل د ترتیب په اړه د يادو ولايتونو د بېلا بېلو امارتي ادارو د استازو په ګډون کمېټې رامنځته او په کار يې پيل وکړ.
یادې کمېټې په هر ولایت کې د مرافعه محاکمې د رئيس په مشرۍ جوړې شوې او د هر ولایت د زندانونو چارو د سمون ادارې استازی، د احکامو د تعقیب او نظارت رياست استازی، د استخباراتو ریاست استازی، د مرافعه او ښاري محکمې د جزا دېوانونو مفتي صاحبان یې غړیتوب لري.
دغه کمېټې د سترې محکمې د ۸/ ۹/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې (۴۰) شمېرې متحدالمآل پر اساس جوړې شوې او د هغو بندیانو له دوسيو ليدنه او څېړنه کوي چې د بند ډېره موده يې تېره کړې وي او لږه يې پاتې وي.
دغه راز  هغه بنديان چې په سپکو جنائي جرمونو متهم وي، هغه هم په یاد فرمان کې شامل دي.
د يادونې وړ ده چې دغه کمېټې به د روژې مبارکې میاشتې تر پايه خپل هغه بندیان چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې د عفوې وړ وګڼل شي مشخص او د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس به یې له زندانونو ازاد کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی