د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۱۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د تخار ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي روزي محمد (زميل) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي بخت الله (مدني) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ۱۶مه نېټه د تخار ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د تخار ولايت د مرافعه محکمې رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د زندان اړوند ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د تخار ولایت د (۱۶) ولسوالیو له ابتدائیه، ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، مخزن، حقوقو آمريت، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د ولسواليو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل او فصل شوه.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي ضیاءالحق (عکرمه) او د جزا دېوان رئیس مفتي امین ګلاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

 د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروز کوهي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او د نظامي محکمې رئیس په ګډون، په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی