د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ميدان وردګ ولايت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۰:۷
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ميدان وردګ ولايت ته سفر وکړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) د یاد ریاست د مدرس مفتي عبالمالک (انقیادي) په ملتیا، په ۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه ميدان وردګ ولايت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي ته د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) او د مرافعه محکمې د دعوت او ارشاد آمر مفتي عبدالله (عزام) لخوا ښه راغلاست وويل شو.
ورپسې د دعوت او اشاد رئيس له نظامي مجاهدينو سره ليدنه وکړه او هغوی ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د دعوت او ارشاد رياست مدرس د یاد ولايت د مرافعه محکمې رئیس، ټولو قضاتو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه.
د دعوت او ارشاد رياست مدرس د تېر جهاد په مثبت پایلو او د امير پر اطاعت تفصيلي خبرې وکړې وويل، دا اسلامي او شرعي نظام د الله (جل جلاله) یو ستر نعمت دی، چې شکر ادا کول يې پر ټولو لازم او واجب دی.
د ليدنې په وروستيو کې ياد پلاوي د دعوت او ارشاد آمریت کارونو ارزونه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

 د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام الله (عادل) په مشرۍ؛ د مرافعه، ښاري ابتدائیه، دارالافتاء، تحریراتو ریاست او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو د رئیسانو په ګډون، په ۱۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۵). . .

بیا په خبرونو کی