د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د روزګان ولايت له مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۵۶
د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د روزګان ولايت له مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال محترم شيخ نور الله (منير) صاحب؛ په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د روزګان ولايت له مرافعه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې محترم شيخ صاحب د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو رئیسانو، د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، د ثبت اسناد او وثایقو آمریت کارکوونکو، اختصاصي محکمې رئيس او له ټولو اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې مدني دېوان مفتي احمدشاه لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه چې زموږ د محاکمو اجراآتو څخه مو له نږدې لیدنه ترسره کړه.
د غونډې په دوام قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) صاحب د قضاء پر اهمیت، مسؤولیت او عدالت خبرې وکړې وویل، قضاء یا محکمه د اسلامي نظام یوه دروازه ده، داسې عدالت پکې ترسره کړئ، لکه څنګه چې د الله (جل جلاله) په کتاب کې ذکر شوی دی، باید دروازه ټول وخت او د ټولو پر مخ خلاصه وي او عدالت پکې ښه تطبیق شي.
 محترم شیخ منير صاحب زیاته کړه، د ښاري ابتدائیه محکمې کوم قاضي صاحب چې فیصله کوي باید ښه دقیق ورته متوجه شي؛ ځکه دا ستاسې مسؤولیت دی، نو کوم مسؤولیت چې در وسپارل شو، هغه باید ښه په ایماندارۍ ترسره کړئ، کوم وخت چې فیصله کوئ که چېرته دوه ساعته وخت غواړي، تاسو باید درې ساعته وخت ورکړئ او ښه په دقیق ډول یې جوړه کړئ، چې بیا وروسته د لوړو محاکمو له خوا نقض نه شي، څه وخت چې موضوع درته راغله باید ښه وکتل شي چې زما اړوند دی او کنه؟
د غونډې په پای کې ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ژمنه وکړه چې ټولې سپارښتنې به عملي کوو.
غونډه د اختصاصي محکمې رئيس د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی