د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۴۸
د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۴۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۴۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۴۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۱) دوسیې فیصله شوې، (۵۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۱۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۱) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۳۸) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی