د کونړ د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ښاروالۍ له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۴:۱۷
د کونړ د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ښاروالۍ له مسؤولينو سره وکتل

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزيزالرحمن (حقاني) په ۱۵ /۳ /۱۴۴۶ نېټه د ياد ولایت د ښاروالۍ او د ښاروالۍ ریاست اړوند د املاکو مدیریت له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې لومړی د ښاروالۍ ریاست اړوند مسؤولينو په يو شمېر مهمو موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړې؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس د اجراآتو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له مسؤولينو يې د شفافيت، مراجعينو سره د غوره چلند او کارونو په خپل وخت ترسره کولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د امارتي املاکو قضیو ته د رسېدنې په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې او مسؤولينو ته يې له خپله اړخه د اجراآتو په خپل وخت د ترسره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس او د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب)  په مشرۍ؛ د امنیه قوماندانۍ د جلسو په تالار کې د مرافعه محکمې دېوانونو، ښاري ابتدائيه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو. . .

بیا په خبرونو کی