د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۱:۱۹
د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي محمد ابراهيم په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د ترافيکي پېښې په پایله کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده د قتل موضوع ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه؛ وروسته دواړه لوري سولې ته وهڅول شول، چې د قاتل لخوا د مقتول کورنۍ ته ديت ورکړل شو او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:

  1. د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې د قضائي. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو په دوو اونیو کې (۱۰۷۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده 

د کابل ښاري  ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونیو کې (له  ۱ / ۶ / ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۶ / ۶ /۱۴۴۷هـ ق) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۷۵) دوسیو ته رسېدنه کړې ده چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د هرات، زابل او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۷۱۱۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات، زابل او لغمان ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۷۱۱۳) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی