په کونړ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۵۰) کلنه دښمني حل او پای ته ورسېده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱۹
په کونړ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۵۰) کلنه دښمني حل او پای ته ورسېده

د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي محب الله (سلمان) په ډېرو هڅو؛ د یادې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو په منځګړيتوب، یوه لویه دښمني چې (۵۰) کاله مخکې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ په ۲۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او پای ته ورسېده.
د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو او حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو رئيسانو او قومي سپین‌ږیرو لنډې ویناوې وکړې.
د غونډې په دوام د ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي محب الله (سلمان) د غونډې ګډونوالو ته د محکمې لخوا صادره شوې اصلاحي فیصله واوروله؛ جانبینو په دې فیصله رضایت او خوښي څرګند کړل او یاده دښمني په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د سیمې قومي مشرانو او د ناستې ګډونوالو د محکمې او نورو امارتي ادارو له مسؤولینو خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې د عزت او وقار پګړۍ ور په سر کړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۵۹
Background image

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر از نظارت‌خانه قوماندانی امنیه و ریاست استخبارات آن ولایت بازدید نمود

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر تحت ریاست مفتی امان الله منقاد (حقانی) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، با همراهی مفتی حفيظ الله (ناصح) رئيس ديوان جزاء و مولوی عبدالمقدس (مبشر) رئيس ديوان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۹
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د فرزې، استالف او قره باغ ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۱۷/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د فرزې، استالف او قره‌باغ ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست. . .

بیا په خبرونو کی