د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۷
د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د فراه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ غلام رسول (احساني) د شفاهي هدایت پر اساس د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) په مشرۍ پلاوي، چې د یاد دېوان مفتي، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس او مفتي او د امنیت عامه دېوان رئیس او مفتي يې غړيتوب درلود؛ په ۲/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د مرکزې زندان د ټولو بندیانو نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او په نشه‌يي توکو روږدو بنديانو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي له زندان څخه د لیدنې بشپړ راپور د مرافعه محکمې له عمومي رئیس سره شریک کړ.
له مرکزي زندان او بنديانو څخه د یاد پلاوي ليدنه په ۹/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی