د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۸
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې (۱۵) مجرمینو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن پنجشنبې ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له ۷ میاشتو څخه تر څلورو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست لخوا د ملک د محاکمو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۱:۱
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او وثایقو آمریت په دوو اونيو کې (له ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په لغمان ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن سه شنبه ۲۲/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر يو ـ یو کال. . .

بیا په خبرونو کی