د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د باباجي او ګرشګ ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوه پلاوي په ملتيا چې د تحريراتو او حقوقو آمرينو او د امنيتي قطعې قوماندان په کې ګډون درلود؛ د یاد ولايت د باباجي او ګرشک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
یاد پلاوي په په دغه سفر کې د باباجي ولسوالۍ له ولسوال او مرستيال، امنیه قوماندان، د علماوو شورا، امربالمعروف او نهی عن المنکر، کرنې او مالدارۍ، د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او ښاروالۍ له مسؤولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ ولسوال له محاکمو سره پر همکارۍ ټينګار وکړ وویل، موږ له محاکمو سره پوره همکارۍ ته ژمن او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموو.
یاد پلاوي د مراجعینو ستونزې واورېدې او وروسته يې د اړوند ابتدائیه محکمې له مسؤولينو سره شريکې کړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د ګرشګ ابتدئیه محاکمو له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، د هغوی کارونه يې له نیږدې وکتل، غوښتنې يې واورېدې او د کارونو د ښهوالي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او هدايات وکړل.