د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۵۰
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو او وثایقو آمریت په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۲۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۵۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب، د قومي مشرانو او سپين‌ږېرو په منځګړيتوب په ۷/۱/۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل او ټپي کېدو موضوع د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو او وثایقو آمریت په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۸۴) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۷
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له کوره د تېښتې په جرم او زنا په تور؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۵مه او. . .

بیا په خبرونو کی