د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۶۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۴۵
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۶۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۷ /۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۶۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۵۴) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۰) دوسیې فیصله شوې، (۵۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د شپږمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظري او نظامي زده کړو د شپږمې دورې افتتاحیه ناسته نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابليتو (ذيکپ او تابليت کا)، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د باباجي او ګرشګ ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوه پلاوي په ملتيا چې د تحريراتو او حقوقو آمرينو او د امنيتي قطعې قوماندان په کې ګډون. . .

بیا په خبرونو کی