د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۰
د کونړ ولايت محاکمو د مسؤولینو په هڅو (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کونړ ولایت بر کونړ اسمار ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کاله مخکې رامنځته شوې دښمني، په ۱۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
دغه څلوېښت کلنه حقوقي موضوع د بر کونړ اسمار ولسوالۍ د «شال» کلي د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له امله یې د شال کلی سوزېدلی و او ځمکه یې د څه مودې لپاره شاړه پاتې شوې وه او دواړو طرفونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي وو.
یاده موضوع د ابتدائیه محکمې په هڅو، د سیمې د علماوو او قومي مخورو په همکارۍ په اصلاحي توګه حل او فصل شوه او د یادو قومونو ترمنځ د (۴۰) کلونو دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، مرستیال والي محترم مولوي عبدالله (حقاني)، د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالقهار، د نورو امارتي ادارو مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون درلود.
یادې غونډې ته د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عبدالکريم (شعیب)، د اسمار ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي بشیراحمد (خادم)، مرستيال والي، او د شیګل ولسوالۍ ولسوال مولوي حضرت علي (ذاکر) او نورو قومي مشرانو ویناوې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۳۴
Background image

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د ياد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د زابل ولایت ښاری ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مفتي موسی کلیم (برهاني) په ۱۸/۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دغه ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.

د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه لیدنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۳۹
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۱۵ / ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی