د کابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو له آمرینو سره غونډه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۲۳
د کابل ولایت مرافعه محکمې رئيس د ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو له آمرینو سره غونډه وکړه

د کابل ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم ذبېح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس، عمومي مدیر او د کابل ښار د څلورو زونونو آمرینو په ګډون، په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د محاکمو ترمنځ د اداري همغږۍ، قضائي چارو د ښه مدیریت او دوسیو ته د ژر رسېدو په اړه بحث وشو. 
د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ابتدائیه محکمې د څلورو زونونو  آمرینو ته هدایت ورکړ چې خپلو مسؤولیتونو ته ښه متوجه شي.
د غونډې په دوام ګډونوالو دوسیو ته د رسېدنې د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
د مرافعه محکمې رئیس وویل، دوسیو ته په چټکه توګه رسېدنه او د محاکمو ترمنځ همغږي د خلکو د باور د لوړولو لپاره حیاتي ارزښت لري.
په غونډه کې د شفافیت، قضائي نظام د تاثیراتو او د خلکو ستونزو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی