د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۰
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وکړ

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د يادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه غونډه کې د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وشو.
 غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د اجنډا سره سم پر يو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
یاده غونډه وروسته له هغې جوړه شوه، چې له ناستې يوه ورځ مخکې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د جزا او د امنيت عامه دېوانونو رئیسانو په ملتیا د یاد ولايت له عمومي زندان او بنديانو څخه لیدنه وکړه.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي له زندان څخه د ليدنې پر مهال د بنديانو وضعیت له نږدې وکاته، د زندانیانو اړتیاوې یې له مسؤولینو سره شريکې کړې، دغه راز د زندانیانو هغه موارد چې د دېوانونو اړوند وو، د هغه په اړه یې په اداري ناسته کې خبرې وکړې.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د غونډې له ګډونوالو جدي غوښتنه وکړه چې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم او سترې محکمې عالي مقام د هدایت مطابق د بنديانو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۰
Background image

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د بندیانو او مراجعينو دوسیو ته په ټاکلي وخت پر رسېدنه ټينګار وکړ

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د يادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه غونډه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۴۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۷۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۶۹). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۵۵
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵. . .

بیا په خبرونو کی