د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر  ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۹۲۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۳۶۲) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۶۳) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۴۶) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۷) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۶) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په دوو اونيو کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۶۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۲۷) دوسيې تطبيق شوې، (۷۱) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۵۴) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، ( ۲۱۳) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په جرمونو، په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د حکم په اساس، د مرافعه غوښتنې موده یوه میاشت او د تمیز غوښتنې موده درې میاشتې ټاکل شوې ده

د افغانستان اسلامي امارت د زعيم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۳۲۵۰/۶۸۴۲) ګڼې، (۲۹ /۹ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې حکم او د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي ریاست د (۳۳) ګڼې او (۱۴۴۷/۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۴
Background image

د غزني زون نظامي محکمې په هڅو د قتل پنځه کلنه موضوع حل او فصل شوه

د غزني زون نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب، د قتل یوه موضوع، چې پنځه کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

بیا په خبرونو کی