د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۶
د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې وړاندې د وازې‌خوا ولسوالۍ بازار کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، وروسته د مسؤولينو په ډېرو هڅو، علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دواړو طرفونو سولې ته غاړه کېښوده.
دغه د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود، د مقتول د وارثينو لخوا د قاتل په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۵۹
Background image

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر از نظارت‌خانه قوماندانی امنیه و ریاست استخبارات آن ولایت بازدید نمود

هيئت مؤظف محکمه مرافعه ولایت لوگر تحت ریاست مفتی امان الله منقاد (حقانی) رئیس محکمه ابتدائیه شهری، با همراهی مفتی حفيظ الله (ناصح) رئيس ديوان جزاء و مولوی عبدالمقدس (مبشر) رئيس ديوان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رياست مفتشينو د ميدان وردګ ولايت له محاکمو او زندان څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه درې کسيز هیئت د مولوي حبیب الله (حبیب) په مشرۍ؛ چې مولوي سید اسحاق (سادات) او مولوي امدادالله (حنفي) يې. . .

بیا په خبرونو کی