د هلمند او نیمروز ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۴۴۵) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هلمند او نيمروز ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۴۴۵) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د هلمند او نیمروز ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۴۴۵) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۲۶) عرضپاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۲۱۸) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې (۱) عرضپاڼه حفظ شوې ده.