محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۵۷
محترم مولوي بهاوالحق د پکتيکا د ښاري ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د پکتیکا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم مولوي بهاوالحق په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
 په دې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي)، د ښاري محکمې مخکني رئیس مولوي محمد اشرف (ابوخالد)، د یادې محکمې قضاتو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ښاري محکمې مخکني رئیس وینا وکړه، نوي رئیس ته یې د یادې محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو ستاینه وکړه او په کارونو کې د اخلاص، صداقت او همکارۍ په اړه ډاډ او اطمینان ورکړ.
ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ښاري محکمې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووايه، د پخواني رئیس د کارونو ستاینه یې وکړه وويل، مسؤولیت ته باید د غنیمت په سترګه ونه کتل شي او نه ورته غنیمت وویل شي، هر مسؤول باید په پوره ډاډ، صداقت او امانتدارۍ سره خپل ورسپارل شوی مسؤولیت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه قضاء یو دروند مسؤولیت او عبادت دی، د قضاء د مسؤولیت ترسره کولو پر مهال باید ټول مصروفیتونه او کارونه پرېښودل شي، خپل قضائي کارونه په اخلاص او صداقت ترسره شي.
د مرافعه محکمې رئيس وويل، امارت د الله (جل جلاله) لوی احسان دی، چې ملت ته يې ور په برخه کړی دی، د دغه نعمت باید شکر ادا شي.
د غونډې په وروستيو کې د ښاري محکمې نوي رئیس ته د بریا او کاميابۍ دعا وشوه او غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو، علماءکرامو او سپین ږیرو په منځګړیتوب په ۱۴۴۶/۶/۵ هـ ق نېټه د دوو کورنیو تر منځ د عمدي قتل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د یوه پلاوي په مشرۍ په ۱۴۴۶/۵ /۲۹ هـ ق نېټه د مرافعه محاکمو د رئیسانو او د حقوقو آمرینو سره د لیدنې، خالي بستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۷۰۸) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۷۰۸) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي. . .

بیا په خبرونو کی