د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د هېواد د ټولو ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۶:۲۱
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د هېواد د ټولو ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د هېواد د ټولو ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه ټولو ولايتونو کې له علماء کرامو څخه آزموینې واخیستې او د دوی له ډلې يې یو ـ یو ممتاز کس د هر ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په توګه وټاکه.

دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د یادو ولايتونو د مرافعه، ښاري ابتدائیه او نظامي محاکمو له مسؤولینو، منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.

په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، صداقت، علم، ور سپارل شوو مسؤوليتونو په ښه ډول سرته رسولو او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست پلاوي تېره ورځ ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د پکتيکا ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه او په دې سره د ياد پلاوي ولايتونو ته پيل شوی سفر پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی