د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۸۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۰۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۱) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.