د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د (۱۴) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین)، مفتي فضل النعیم (محمود) او مفتي عبدالرحمن (مفتيزاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۲مه نېټه، د (۱۴) جزائي دوسیو چې د قتل موضوعات هم په کې شامل وو، په اړه د وروستیو معلوماتو بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي ریاست پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د خوست او پکتیا ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او قضائي منسوبینو سره وکتل؛ د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښهوالي په اړه یې ورسره مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې، د جزائي موضوعاتو اړوند (۱۴) دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې، د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې ترې لازم تحقیقات وکړل او سولې ته یې وهڅول، چې له ډلې یې د قتل اړوند (۶) دوسیو طرفینو سولې ته غاړه کېښوده او موضوع یې د سولې لپاره مصلحینو ته راجع شوه.
د خوست او پکتیا ولایتونو د مرافعه محاکمو رئیسانو او نورو قضائي منسوبینو او دغه راز د دوسیو طرفینو د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې دغه ډول رسمي سفرونه د قضائي چارو د لا ښه تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا او جزائي موضوعاتو د نهايي کېدو په برخو کې اغېزناک او ګټور رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د دغه پلاوي له لاسته راوړنو ډک سفر د ربیع الأول میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ته ورسېد.
