د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د (۱۴) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د (۱۴) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین)، مفتي فضل النعیم (محمود) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۲مه نېټه، د (۱۴) جزائي دوسیو چې د قتل موضوعات هم په کې شامل وو، په اړه د وروستیو معلوماتو بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي ریاست پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د خوست او پکتیا ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او قضائي منسوبینو سره وکتل؛ د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په اړه یې ورسره مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې، د جزائي موضوعاتو اړوند (۱۴) دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې، د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې ترې لازم تحقیقات وکړل او سولې ته یې وهڅول، چې له ډلې یې د قتل اړوند (۶) دوسیو طرفینو سولې ته غاړه کېښوده او موضوع یې د سولې لپاره مصلحینو ته راجع شوه.
د خوست او پکتیا ولایتونو د مرافعه محاکمو رئیسانو او نورو قضائي منسوبینو او دغه راز د دوسیو طرفینو د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې دغه ډول رسمي سفرونه د قضائي چارو د لا ښه‌ تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا او جزائي موضوعاتو د نهايي کېدو په برخو کې اغېزناک او ګټور رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د دغه پلاوي له لاسته راوړنو ډک سفر د ربیع الأول میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۷
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با همراهی محمد احسان (احسان) آمر تحریرات، به تاریخ 22 /3 /1448هـ ق از محکمه اختصاصی و آمریت حقوق محکمه مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت غور جلسه قضائی و اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالکریم (ابوحمدالله صمیم) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت غور؛ با اشتراک رئیس محکمه نظامی، قضات محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دیوان‌های محاکم مرافعه و شهری، آمرین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۴۹
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت فاریاب از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با هیئت همراه‌اش، به تاریخ 22 /3 /1448 هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه. . .

بازگشت به اخبار