په بلخ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۴۰
په بلخ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت نهرشاهي ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې نن پنجشنبه (۲۰/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه)  دوو کسانو ته د بهرنيو الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم؛ د یادې محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد کسان پر يوـ یو کال او څلورـ څلور میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس الحاج شيخ محمدګلاب الدين (فاروقي)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس الحاج مفتي محمد ولي (حقاني)، د یادې محکمې رئيس مولوي آدم خان (ابوالجميل)، د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالجليل (شهيدخېل)، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو رئيس، قضائي غړو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په اسلامي نظام کې د محاکمو ارزښت، حيثيت او مسؤوليت او په ټولنه کې د حدودو او تعزیراتو د تطبيق د ګټو په اړه وینا وکړه.
د ښاري محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې محاکم د حقوق الله او حقوق العبد د خونديتوب او حقدار ته د حق ورکولو په موخه په پوره استقلالیت سره د شريعت محمدي (صلی‌الله عليه وسلم) په رڼا کې خپل قضائي اجراآت سرته رسوي.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د مرافعې محکمې د جزا دېوان رئيس شيخ فريد الدين (حقاني) په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۷
Background image

قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د یاد عمومي ریاست مرستيال محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ؛ چې مولوي رحمان الدین (ایشان)، مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د روزګان ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د روزګان ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۳۴۵) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۶). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

بیا په خبرونو کی