په بلخ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۴۰
په بلخ ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت نهرشاهي ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې نن پنجشنبه (۲۰/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه)  دوو کسانو ته د بهرنيو الکولي مشروباتو د قاچاق په جرم؛ د یادې محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد کسان پر يوـ یو کال او څلورـ څلور میاشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس الحاج شيخ محمدګلاب الدين (فاروقي)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس الحاج مفتي محمد ولي (حقاني)، د یادې محکمې رئيس مولوي آدم خان (ابوالجميل)، د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالجليل (شهيدخېل)، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو رئيس، قضائي غړو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په اسلامي نظام کې د محاکمو ارزښت، حيثيت او مسؤوليت او په ټولنه کې د حدودو او تعزیراتو د تطبيق د ګټو په اړه وینا وکړه.
د ښاري محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې محاکم د حقوق الله او حقوق العبد د خونديتوب او حقدار ته د حق ورکولو په موخه په پوره استقلالیت سره د شريعت محمدي (صلی‌الله عليه وسلم) په رڼا کې خپل قضائي اجراآت سرته رسوي.
غونډه د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د مرافعې محکمې د جزا دېوان رئيس شيخ فريد الدين (حقاني) په دعاء پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک متهم در ولايت بادغيس تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ دیوان جزا محکمهٔ مرافعهٔ ولايت بادغيس بالای يک زن به اتهام فعل زنا؛ به تاريخ ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق در محضر عام حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان جزا زن متهم را به يک سال حبس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۹
Background image

جلسۀ هماهنگی میان مسؤولین ادارات قضائی، عدلی و امنیتی ولایت غزنی برگزار گردید

 
تحت ریاست الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ با اشتراک رؤسا و نمایندگان ریاست‌های شوراء علما، عدلیه، صحت عامه، قوماندانی امنیه، مدریت جنائی، امر بالمعروف، نهی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۷
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غور از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های الفاروق و الله یار آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج شیخ عبدالکریم (صمیم) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت غور؛ به تاریخ ۲۴ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ ق از محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌های الفاروق و الله یار آن ولایت بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمۀ. . .

بازگشت به اخبار