د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۵۴
د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو  په هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحينو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده د قتل موضوع د مقر ولسوالۍ اړوند د (نویو خونو) په کلي رامنځته شوې وه؛ چې وروسته ابتدائیه محکمې ته راجع شوه.
د ابتدائيه محکمې له خوا یاده موضوع په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې د موضوع دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
دغه راز د قاتل کورنۍ مقتول ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی