د زابل ولايت د شنکۍ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۶:۳۵
د زابل ولايت د شنکۍ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت د شنکۍ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه، د قتل یوه موضوع چې شپږ کاله مخکې په یاده ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه، حل او فصل شوه.
یاده موضوع د شنکۍ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي محمد (شفیق)، د یادې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو د نظارت مسؤول په هڅو او د شنکۍ، اتغر او سيوري ولسواليو د قومي مخورو په منځګړيتوب حل شوه.
په دې موضوع کې د مقتول کورنۍ ته ديت ورکړل شو او قضیه د دواړو طرفونو په خوشحالۍ او رضایت سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی