د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۶۹) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۶۲) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په یوه میاشت کې (۳۴۲) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۳۱) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۶۲) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
