د زابل ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولایت مرافعه محکمې ریاست د غونډو په تالار کې د یادې محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ الحاج مولوي غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۸مه نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه، چې د مرافعه محکمې د دېوانونو او آمریتونو مسئولینو، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د دېوانونو مسئولینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د اداري غونډو پر اهمیت خبرې وکړې وویل، هغه موضوعات چې په انفرادي ډول یې په اړه پرېکړه کول ستونزمن وي، باید اداري غونډې ته وړاندې شي، تر څو په ګډه ورته مناسبه حللاره پیدا شي.
نوموړي همداراز وویل، محاکم په اسلامي نظام کې ځانګړی اهمیت لري، موږ او تاسې د محاکمو کارکوونکي یو؛ د اسلامي امارت له لوري د چارو د ترسره کولو لپاره لازم امکانات زموږ په واک کې راکړل شوي ؛ نو اړینه ده چې موږ هم خپلې دندې په پوره امانتدارۍ، اخلاص او مسئولیتپذیرۍ ترسره او اړوند کارونه پر خپل وخت وکړو.
دغه راز، نوموړي د حقوقو آمریت او د حقوقو عمومي مدیریت ته سپارښتنه وکړه، چې د محاکمو قطعي او نهايي فیصلې هماغسې تطبیق کړي، لکه څنګه چې د محاکمو له لوري صادرې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د حقوقو مسئولین باید د طرفینو ترمنځ د محکمې له پرېکړې پرته بله پرېکړه ونه کړي؛ بلکې یوازې د محکمې صادرې شوې فیصلې تطبیق کړي او که د کومې فیصلې د تطبیق پر مهال ستونزه رامنځته کېږي، د حللارې موندلو په موخه دې له اړوندې محکمې سره شریکه کړي.
د غونډې په پای کې یو شمېر متفرقه موضوعات هم مطرح شول، چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
