د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۹۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۷۹) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۴۲۰) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۴۹۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۶۸) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۷۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
