د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۵۰
د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۷/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ميرمنې د قتل له امله رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
ياده موضوع ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅيړل شوه، ورپسې د یادې محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په رسمي ډول حل او فصل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دواړو طرفونو د محکمې د هڅو ستاينه وکړه، زیاته خوښي يې څرګنده کړه، محاکمو ته يې د الله (جل جلاله) له ستر دربار څخه د لا ښه خدمت کولو د توفيق غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت د نظام د بقاء او استقامت دعاوې يې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۶
Background image

د خوست د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د اختصاصې محکمې او حقوقو له آمریت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امین الله (منیب) د تحريراتو د آمر په ملتيا د یاد ولایت له اختصاصي محکمې او حقوقو آمریت څخه په ۲۳ /۶ /۱۴۴۶هـ ق نېټه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د هلمند ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د هلمند ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررينو، د تحریراتو مدیر او د امنیتي قطعې قوماندان په ګډون په ۲۳ /۶. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې يو متهم پر پنځه کاله تنفيذي. . .

بیا په خبرونو کی