د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د پنځمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۸:۴۷
د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د پنځمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د معسکراتو د پنځمې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۹مه نېټه د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر)، د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي نقیب الله (بلال)، نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندانۍ د دعوت او ارشاد آمر مولوي عصمت الله د نظامي او عقیدوي زده کړو د ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، مسلمانان مکلف دي چې د دین او اسلامي قلمرو د ساتنې لپاره نظامي او عقیدوي زده کړې وکړي، تر څو د کفارو د هر ډول دسیسو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي، د نظامي او عقیدوي زده کړو په کولو سره به مجاهدین هم د فزیکي وړتیاوو څخه لا برخمن شي او هم به یې مرامونه لوړ او لا پیاوړي شي.
محترم مولوي عصمت الله زیاته کړه، مسلمان سره نه ښایي چې خپل ارزښتناکه وخت په بې هوده مصروفیتونو کې تېر کړي، د اسلامي نظام د بقاء لپاره دا ستړیاوې او مشقتونه وزغمئ، دغه اسلامي نظام لا مستحکم او پر خپلو پښو ودروئ، تر څو الهي مکلفیت اداء او دغه اسلامي نظام ته د خدمت جوګه شئ.
دغه راز د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نقیب الله بلال ډاډ ورکړ، چې له مجاهدینو سره به هره ممکنه همکاري کوي تر څو له دغه دوره لا مثبته او موثره پای ته ورسېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د علي‌شېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو په جرم، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدا. . .

بیا په خبرونو کی